Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928293
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

 
 :دوهمه نظریه
ځینی مورخین د پښتنو د اصل او نسل په باب وا یی چی دوی د حضرت ابراهیم (ع) په نسلی سلسله کی د بی بی قصوری له اولادی څخه دی(بی بی قصوره د هغی ښځی نوم دی چی ابراهیم(ع)د بی بی ساره مړینی وروسته په زوجیت اخستی وه) او دا شپږزامن یی لرل(زمران،یقسان،مدان،مدیان،اسباق،سوخ)د دی شپږو تنو له جملی څخه یوازی دیقسان او مدیان د اولادی ذکر په تورات کی شوی دی د تورات د کتاب د پیدایش د پنځه ویشتم باب له پنځم او شپږم آیت څخه داسی معلومیږی چی ابراهیم(ع) خپل هرڅه  
اسحاق(ع) ته ورکړل او د نورو بیبیانو زامن یی له ډیرو سوغاتونو سره د مشرق ملک ته له ځانه لیری لیږلی وه،هغوی بیا وروسته د ایران په قطبی قبیله ایزه سیمه کی میشته شول.
 
 د تورات له داسی ډیرو راوایاتو څخه بالا خره داسی نتیجه اخلو چی په پورتنی ایرانی سیمه کی تر دوی د مخه هم د دوی همنسله او همقومه وروڼه اوسیدل چی دا خلک له قینان او ایران څخه د(پشت)سیمی ته و کو چیدل د دی نظریی خلک اوخاوندان د پشت سیمه دسبزوار په خیطه کی دهغی علاقی نوم بولی چی وروسته د پارتیا په نامه مشهوره شوه او په اسلامی دوره کی به د طبرستان په نامه یادیدله د دی نظریی مطا بق د د ی علا قی (پشت یا پشتیا) خلک د و خت په تیر یدو سره اول د (پا شتین) او بیا د (پشتون او پشتانه) په نو مونو مشهور شول .
ېوه انګر یزی مورخ(مسترټیلو) هم دایران(پارتین) پاچاهان د پشتنو په نامه یاد کړی دی.د پښتنو په باب ځینی مورخین او څیړونکی(محققین)داهم وایی چی پښتنانه یو نانی النسله دی. دښاغلی عبدالغنی خان محققپهنظرد پښتنو نومونه،د دوی د کلیو او کوڅو نومونه د دوی دود او دستورونه، د دوی د زړو اوزلمو خط او خال کټ مټ د یونانیانو سره مشابهت لری نور شواهد او تفصیلات یی هم پخپل کتاب(دی پټهان)کی ذکر کړی دی چی مولف یی دلته زیات تذکر زاید ګڼی.
همدا ډول کله نا کله د منګول او ترک له نسب سره هم اقوال او روایت بیا نیږی ګواکی پښتانه به له منګولیائیانو او ترکانو سره هم څه نسلی تعلق لری خو دا ټولی نظری لا هم د نا مکشوف ساحل غاړی ته د رسیدو په هڅه کی دی،موږهم د روایاتو او اقوالو پر بنیاد د راویانو او راهیانو پلونه تعقیبوو او د دریم نظر یا تو څیړنه په دی هیله کوو چی اصلی مطلب ته ورسیږو.
 
 
 
 
 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com