Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:923992
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

  
پښتانه څوک دی؟
لومړی نظریه:
یوه پخوانی نظریه دا ده چی پښتانه په اصل کی بنی اسرائیل دی! دا نظریه په لومړی ځل په ( مخزن الافغانی) کی د مغل پاچا جهانګیر نومی په زمانه کی د نعمت الله (هروی)لخوا چی د مغل پاچا جهانګیر د دربار واقعه نویس ؤلیکلی شوی ده. تردی وروسته (تاریخ مرصع)(خلاصته الانساب) (صولت افغانی)(توزک افغانی)(شوکت افغانی)(خورشید جهان) او ځینو نورو دا نظریه کټ مټ منلی او د خپلو تاریخی لیکنو بنیاد یې پر دی مستنده نظریه باندې ایښی دی.
ورپسې د شلمې پیړی په دوهمه ربعه کې سید عبدالجبار شاه ستانوی هم یوه رساله د (بنی اسرائیل یا ملت افاغنه) په نوم لیکلی ده چی په هغی کې هم ددې نظریې تائید شوی دی.بیا قاضی عطاءالله خان مرحوم هم دغه نظریه منلی ده او په خپل کتاب ( د پښتنو تاریخ) کې یې لیکلې ده. په مستشرقینو کې هم (سرولیم جونز) (الکساندر برنس) او (مستر راولټې) د دې نظریې ملاتړ کړی دی یعنې دوی هم وایې چی پښتانه نسلاً بنی اسرائیل دې. د دې مشهورې نظریې د صحت دلایل داسې لیکل شوی دې. د مخزن الفغانی د لیکوال او ورته نورو لیکولانو په قول د پښتنو لومړنی مورث اعلی (ساول ملقب په طالوت) اسرائیلی دی،دا سړی د حضرت یعقوب(ع) (اسرائیل)په دولسو زامنو کې د بنیامین په اولاده کې شامل دی، ځینو لیکوالو طالوت د حضرت یعقوب(ع)(اسرئیل) د یهودا نومې زوی په اولاده کې ګڼلی دی. دا ډله مورخین وایی چې ساول د حضرت شموئیل (ع) د پیغمبری په زمانه کی د بنی اسرائیلو په درخواست د هغوی پاچا مقر ر شو او بیا د خدای جل جلاله په حکم او د حضرت شموئیل په هدایت د عمالته جنګ ته روان شو. په دې وخت کې د عمالته قام پاچا (جالوت) نومیده چې دده د جسمانی زور او طاقت مقابلې ته چا ځان نه وونویلې،په دې وخت کې طالوت ته د درې سوو تنو په اټکل جنګې ځوانان پاتې وو او د جنګ مقابلې ته څوک نه تلل اخر طالوت پخپل فوج کې دا اعلان وکړ چې:(کوم سړی چی د جالوت سر پرې کړی او ماته یې راوړی زه به خپله لور هغه سړی ته په حلاله نکاح ورکړم او د پاچاهی په چارو کې به هم د ځان شریک وګرځوم.
تر دې اعلان وروسته حضرت داود(ع) د جالوت مقابلې ته حاضر شو.جالوت یې په کاڼې وویشت او مړ یې کړ بیا یې سر ورڅخه پرې کړ او طالوت ته یې وړاندې کړ.طالوت له وعدې سره سم خپله لور حضرت داود(ع) ته نکاح په حباله ور کړه او د پاچاهی په چارو کې یې هم د ځان شریک وګرځاوه.لږ موده وروسته طالوت د حضرت داود(ع) په نسبت بد ګمانه شو او بیا یې د مرګ په لټه کې شو،حضرت داود(ع)د طالوت په نیت پوه شو تیښته یې غوره کړه له دې کبله د تالوت د بدګمانی خیال په یقین بدل شو،نو په ظلم او زیاتی یې لاسپورې کړ. ډیر بنی اسرائیل یې ووژل او هر ډول ناروا او ناسزا یې پر دوی روا ګڼله خو ژر پخپلو کړو وړو پښیمان شو، نو د خپلو ګناهونو د کفارې په دود یې خپل سلطنت حضرت داود(ع) ته پریښود او پخپله د خپلو لسو تنو زامونو په ګډون له کفارو سره تر هغه وخته وجنګیده چې خپل ابدی کور ته ولاړ او حق ته تسلیم شو.
طالوت د جنګ په وخت کې د خپلو دوو امیدوارو میرمنو سرپرستی او پالنه هم حضرت داود(ع) ته سپارلی وه،دې دواړه میرمنو د طالوت تر مړینې وروسته زامن وزیږول،حضرت داود(ع) د یوه نوم (آرمیا) او د بل نوم (برخیا) کښیښودل او د دوی یې ډیره ښه پالنه او روزنه کوله،کله چی دا ماشومان لوی شول هر یو یې د خپل وړ لیاقت له مخې پر دندو وګمارل.
برخیا د خپلو ذاتی صفاتوو او کمالاتو له مخې د حضرت داود(ع) لومړی وزیر(صدراعظم) او ارمیا د پوځ لوی سالار (د جنګ وزیر) مقړ شوو، دی دواړو زلمو ودونه وکړل پاک خدای (ج) دواړو ته زامن ورکړل چې برخیا د خپل زوی نوم (آصف) او آمریا د خپل زوی نوم (آفاغنه) کښیښودل. حضرت داود(ع) برخیا او آمریا پخپلو وعدو سره وفات شول د حضرت داود(ع) پر ځای د هغه زوی سلیمان(ع) د اسرائیلو پاچا وټاکل شو، دی پاچا د برخیا او ارمیا زامن هر یو د خپل پلار پر عهده وټاکل یعنی(آصف) د خپل پلار پر ځای صدراعظم او (افاغنه) د خپل پلار پر ځای د پوځ لوی سالار مقرر شو، د پوځی کارونو څخه علاوه د بیت المقدس د تعمیر کار هم آفاغنه ته وسپارل شو او ده دا تعمیر پخپل ژوند کې سر ته ورساوه.
پاک خدای (ج) دې دواړو صالحانو ته ډیر اولادونه ور کړل.د روایاتو له مخې آصف اتلس او افاغنه څلویښت زامن لرل، ددې دواړو اولاده دومره زیاته شوه چی د سلیمان(ع) د وفات په وخت کې په ټولو بنی اسرائیلو کی د دوی ساری نه وو. همدغه مورخین لیکی چې د حضرت سلیمان(ع) تر وفات وروسته بنی اسرائیلو د پاک خدای (ج) نافرمانی غوره کړه، ډول ډول ګناهونه او سر کشی یې وکړې نو د پاک خدای(ج) له لوری د سزا مستوجب وګرځیدل او د بابل پاچا(بخت نصر) پر دوی مصلط شو. بخت نصر په یورشلم (بیت المقدس) حمله وکړه ډیر بنی اسرائیل یې ووژل، زیات شمیر یې نورو سیمو ته وتښتیدل. مشر یې د زرګونو خلکو په  ګډون بندیان شول چې بخت نصر هغوی له ځان سره بابل ته اسیران بوتلل،په دې وخت کی ځینی قبیلې حجاز ته وتښتیدلې او ځینې نوری یې غور ته ولاړې او هلته په غرونو کې هستو ګنی شولې. دوی دلته هم آرام ونکړ او بې له ځنډه د نورو مشرکینو سره په جګړو اخته شولې، ورو ورو د دوی طاقت مخ پر زیاتیدو وه څو د نفوس د کثرت په وجه د کابل ،غزنی قندهار او زابل په لورو کوچیدل او دا سیمې یې ټولې لاندې کړلې. د دوی هغه قبیلې چې حجاز ته تښتیدلې وې هغوی د مکې مکرمې په شا اوخوا کې میشته او د خدای(ج) په عبادت لګیا شوې، د حضرت سلیمان(ع) تر وفات پنځلس سوه کاله وروسته د حضور اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) ظهور وشو،د انحضرت (ع) تر هجرت اته کاله وروسته حضرت خالدبن ولید چې یو لوی صحابی او د بنی اسرائیلو د قوم لوی سردار او د خالدې افغانانو لوی نیکه وو (خالدی افغانان د بنګښو قبیلې ته وایې) د غور بنی اسرائیلو ته یو لیک ولیږه چې په هغه کی د حضرت رسول اکرام(ص) د نبوت او ظهور خبر ور کړی شوی وه، د دې لیک په ځواب کې د غور بنی اسرائیلو د خپل لوی سردار (قیس)په مشری مدینې منورې ته یوه جرګه ولیږله چی دا جرګه د رسول اکرم (ص) په حضور کې پر ایمان مشرفه شوله،ورپسی رسول اکرم (ص) دوی ته ډیرې دعاوې  وکړې او سمدستې یې د دې جرګې د مشر (قیس)نوم چې یو عبرانی نوم ؤ په یوه اسلامی نوم (عبدالرشید) بدل کړل تر دې وروسته د قیس عبرانی لفظ په عبدالرشید مسمی شوه، قیس عبدالرشید او ملګرو یې د مکې په غزوه کې هم ګډون وکړ.
قیس عبدالرشید په دې جګړه کې ډیره میړانه ښودلې وه نو رسول اکرام(ص) ده ته د (ملک) او (بطان) القاب ور کړل او ویې فرمایل چې دی به یعنی قیس عبدالرشید به زما د دین بطان وی (بطان د کښتی هغې لاندینې مضبوطې تختې ته وایې چې د حمولی ټول وزن ورباندې پروت وی) دغه لفظ (بطان) د هندی خلکو لخوا په تیریدو سره په (پتهان-پټان) بدل شوی دی. په دغه وخت کې حضرت خالدبن ولید خپله لور (ساره بی بی هم قیس عبدالرشید ته په حلاله نکاح ور کړه تر دې وروسته قیس عبدالرشید بیرته خپلې سیمې(غور) ته ولاړ او د اسلام په دعوت یې پیل وکړ تر څو چې په سنه (۴۱هـ) د (۸۷) کالو په عمر په یوه جنګ کې شهید شو. ده درې زامن لرل(سړین،غرښت(غورغښت)،بیټن) چې دا درې واړه د اوسنیو پښتنو داکثرو قبیلو اعلی مورثان دی ).
 
د قیس عبدالرشید شجره
قیس په پنځه دیرشم (۳۵) پشت افاغانه بن آرمیا ته،په اووه دیرشم(۳۷) پشت طالوت ته، په دوه څلویښتم(۴۲) پشت حضرت یعقوب (ع) ته په پنځه څلویښتم(۴۵)پشت حضرت ابراهیم(ع) ته او په درې شپیتم(۶۳)پشت حضرت آدم (ع) ته رسیږی.
د قیس عبدالرشید د نسب سلسله تر طالوت پورې په دې ترتیب ده: قیس بن عیس بن سلول بن عقبه بن نعیم بن مره بن حبذربن سکندر بن رمان بن عین بن بهولول بن سلم  بن صلاح بن قاروح بن عثیم بن فهلول بن کرم  بن عمیل بن حذیفه بن مهنال بن قیص بن علیم بن اشموئیل بن هارون بن قمرود بن ابی بن صلیب بن طلل بن لوئی بن عامل بن تارج بن ارزند بن مندول بن سلم بن افاغنه بن آرمیا بن ساول ملقب په طالوت.
پښتو ژبه 
دا مورخین دا هم وایې چې د پښتو ژبه د عبرانی ژبې اړولی صورت دی او په دی به حضرت سلیمان (ع) د آصف او افاغنه سره پټ راز خبرې کولې او دا ژبه افاغنه ایجاد کړی وه، او دا هم وایې چې یوه ورځ رسول اکرام (ص) و فرمایل چی په دوزخ کې به دوزخیان په پښتو ژبه خبرې کوې،کله چې خالد دا خبره واوریدله ډیر خفه شو او د آنحضرت (ص) حضور ته تګ راتګ یې پریښودل، خو کله چی رسول اکرم (ص) ته د خالد خفګان دلیل معلوم شو،نو د خالد کورته ورغی او په پښتو ژبه یی ورته وویل (خالده: غشی او لنده راوړه چی غزا ته ځوو.) کله چی خالد   د آنحضرت (ص) له خولې د پښتو خبره واوریدله ډیر خوشحاله شو او د زړه خیره یې پاکه شپه، داسې روایات شته چې تر دې وروسته رسول اکرم (ص) د پورتنی خبرې د توضیح په غرض وفرمایل چې ما ویلی وو چی (دوزخیان به په دوزخ کې په عجمی ژبه خبرې کوې او جنتیان به په عربی ژبه غږیږی) د لومړی نظریې لیکوال, ټول پښتانه په پنځو لویو برخو (طبقو) ویشې چی د قیس عبدالرشید د درو زامنو (سړین.غرغښت او بیټن) اولاده ته اصلی افاغانه وایې او دوې نورې طبقې (متوزې او کرلاڼی،کرلاړی) د وصلی افاغانه په نوم یادوی یعنی دوی د قیس اصلی اولادونه نه ګڼی البته په بنی اسرائیلو کې ېې د افاغانه په اولاد کې شامل ګڼی.

 

ځینې مرخین دې لومړې نظرېې ته د شک او تردید په سترګو ګوری او داسې دلایل ذکروی چې ګویا په دې باب په تورات کی څه نه دی لیکل شوی نو ځکه به صحیح نه وی، حال دا چې تر دې منسوخ کتاب(تورات) وروسته د قرآن کریم نزول شوی دی، داسې روایات شته چی د پیغبرانو شمیر یی(یولک او څلیرویشت زره زیات او کم ) ویلی دی، خو د ټولو ذکر په  مشخص نوم سره په قرآن عظیم الشان کې نه دې راغلی،خودا دلیل به هیڅ وجه د لومړنی ذکر شوی شمیر پر تردید کې کوم خلل نه راولی. په هر حال موږ داصلی مطلب په لور دوهمه نظریه څیړو.

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com