د زنانه ؤ د عبادت عجيبه واقعات
حضرت حبيبه عدويه رح چې به کله د ماسخوتن د مانځۀ نه فارغه شوه نو خپل ځان به ئې په کپړو کښې ښۀ پټ کړو اؤ په چت به ودريده اؤ دعا کښې به مشغوله شوه. دې به وئيل چې اے الله! ستورى راوختل اؤ خلق اودۀ شول، بادشاهانو خپلې دروازې بندې کړې اؤ هرڅوک خپل محبوب سره تخليې ته لاړو اؤ زۀ ستا مخکښې ولاړه يم. دې وئيلو نه پس ئې مونځ شروع کړو اؤ ټوله ټوله شپه به ئې مونځ کؤلو. کله چې به صبح صادق شو نو وبه ئې وئيل: اے الله ! شپه لاړه اؤ ورځ رڼا شوه. کاشکې ماته معلومه شوې وے چې زما دا شپه تا قبوله کړه اؤ کۀ نه؟ کۀ قبوله شوې وى چې زۀ خپل ځان ته مبارکى ووايم اؤ کۀ قبوله شوې نۀ وى نو چې ځان سره غمرازى وکړم.
ستا د عزت قسم! زۀ خو به هميشه داسې کؤم. ستا د عزت قسم! کۀ چيرې تا زۀ د خپلې دروازې نه وشړلم نو بيا هم ستا د کرم اؤ بخشش کوم حال چې ماته معلوم دے، د هغې په وجه به ستا د در نه لرې نۀ شم.
حضرت عجره رحمت الله عليها په سترګو ړنده وه. ټوله شپه به ويښه وه. کله چې به سحر شو نو په ډير غمژن اواز کښې به ئې ووئيل: اے الله! چې د عبادت کوونکو ډله ستا طرف ته روانه شوه، د شپې تيارې ئې غوڅې کړې، هغوئ ستا د رحمت اؤ مغفرت طرفته د يؤ بل نه د وړاندې کيدو کوشش کوى. يا الله زۀ ستانه صرف دا سوال کؤم، ستانه سيوا د بل چانه زما سوال نشته، تۀ ما د وړومبنو نيکو خلقو په ډله کښې شامله کړې اؤ اعلى عليين ته مې ورسوې اؤ مقربو خلقو کښې مې داخله کړې اؤ خپلو نيکو بنده ګانو کښې مې شامله کړې. تۀ د ټولو رحم کوونکو نه زيات رحم کوونکے ئې اؤ د ټولو اوچتو درجوواله ؤ نه زيات اوچت ئې اؤ د ټولو کريمانو نه زيات کريم ئې.
اے کريمه! په ماکرم واکړې. دا به ئې ووئيل اؤ په سجده به پريوته چې د ژړا اواز به ئې اوريدلے شو. ترسحره پورې به ئې ژړل اؤ دعاګانې به ئې کؤلې. دحضرت شعوانه رح په مجلس کښې به يحيى بن بسطام رح حاضريدو. دے وائى چې مونږ به د هغې د ژړا چغې اورېدې. ما خپل يؤ ملګرى ته وويل چې څۀ وخت په تنهايۍ کښې ورځو چې پوهه ئې کړو کۀ په دې ژړا کښې لږ کمے وکړى. ملګرى مې ووئيل چې ډيره ښه ده. بيا مونږ په تنهايۍ کښې ورغلو اؤ ورته ومو وئيل چې کۀ تۀ په خپل ځان لږ رحم وکړې اؤ ژړا کښې لږ کمے وکړې نو بهتره به وى چې په بدن کښې دې څۀ طاقت پيدا شى نو ډيرې مودې پورې به ترې کار واخيستے شې. هغې چې دا واؤريدل نو په ژړا شوه اؤ وې وئيل چې زما خو دا ارزو ده چې زۀ دومره وژاړم چې سترګو کښې مې اوښکې ختمې شى اؤ وينې ترې روانې شى اؤ بيا دومره وژاړم چې وينه هم پکښې ختمه شى. محمد بن معاذ رح فرمائى چې ماته يوې مونځ ګزارې زنانه بيان وکړو چې ما په خوب کښې وليدل چې زۀ په جنت کښې داخليدو لپاره ورځم نو هلته مې وليدل چې ټول جنتياند جنت په دروازه ولاړ دى. ما ترې تپوس وکړو چې څۀ چل دے؟ چا ووئيل چې يوه زنانه راتلونکې ده چې د هغې د راتلو لپاره جنت ښايسته کړے شوے دے.
دا ټول خلق د هغې د استقبال دپاره بهر راوتلى دى. ماتپوس وکړو چې دا زنانه څوک ده؟ چا راته ووئيل چې دا د ايکى اوسيدونکې يوه توره وينزه ده چې نوم ئې شعوانه دے. ما ووئيل په خدائ مې دې قسم وى هغه خو زما خور ده. په دې کښې مې وليدل چې شعوانه په يوه ډيره ښکلې اوښه باندې ناسته وه اؤ په هوا کښې روانه وه. ما چې وليدله ورته مې اواز وکړو چې اے زما خورې! تاته زما اؤ ستا تعلق معلوم دے. تۀ الله نه دعا وکړه چې ما هم تا سره کړى. دا چې ئې واؤريدل په خندا شوه اؤ وې وئيل چې اوس لا ستا د راتلو وخت نۀ دے. خو زما دوه خبرې واؤره. چې د اخرت غم د خپل ځان سره کړه اؤ د الله تعالى محبت خپل هر خواهش باندې غالب کړه. اؤ ددې پرواه مۀ کوه چې مرګ به کله راځى(هر وخت مرګ ته تياره اوسه) دمرګى نيټه معلومه نۀ ده چاته مسلمانه زر رجوع وکړه مولى ته