Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921585
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

لومړنۍ عبادت خانه

ليک: جمال کاکړ

ورځپاڼه وحدت

الله تعالى په سورت آل عمران کښې فرمائى

((بيشکه وړومبۍ کوټه جې جوړه شوې ده خلقو ته مخامخ هغه کوټه همدا ده چې په مکه کښې ده حال دا چې برکت ناکه او لاره ښوونکې ده خلقو ته شته په دې کوټه کښې آثار ښکاره چې ځنې لۀ دې آثارو نه مقام ابراهيم دے او هر څوک چې ننوت په دې کعبه کښې نو په امان کښې به شى

په زمکه کښې دالله پاک دا وړومبۍ عبادت خانه په وړومبى ځل دآدم ع دپيدايښت نه دوه زره کاله پخوا ملائکو جوړه کړې وه په دوهم ځل آدم عليه السلام په دريم ځل شيش عليه السلام په څلورم ځل ابراهيم عليه السلام، په پنځم ځل عمالقة په شپږم ځل جرهم په اووم ځل قصى په اتم ځل قريش په نهم ځل زبير په لسم ځل حجاج بن يوسف دا کوټۀ تعمير کړيده چې اوس هم په هماغه بنيادونو ولاړه ده

په تفسير شريف کښې راځى چې په اخره زمانه کښې يو سړے چې (ذوسويقين) نوميږى دابه ورانوى بيا به عيسى عليه السلام دا دوباره ابادوى دنوح عليه السلام دطوفان په سبب خانه کعبه دخاورو لاندې پټه وه دهغې وخت نه تر ابراهيم عليه السلام پورې پيغمبرانو به په دې ماحول کښې به حج کولو خو دخانې کعبې خاص مقام ورته معلوم نۀ وۀ کله چې ابراهيم عليه السلام دالله په حکم خپل بى بى هاجره او خپل فرزند اسماعيل عليه السلام دلته ديره کړى وؤ او بيا الله پاک دۀ ته دخانه کعبې ځائې وخود چې دا اباد کړه او بيا خلقو ته غږ وکړه چې ددې خانې کعبې حج لپاره راشى

په يو روايت کښې وائى چې الله پاک يو تيز باد راوالوزولو هغه دا خاورې پورته کړې او هغه دادم عليه السلام جوړ بنيادونه ښکاره شو چې دادم عليه السلام په ګز سره ٣٠ ګزه وؤ په بل روايت کښې وائى چې خانه کعبې په اندازه وريځ راغله په همدې ځائې باندې ودريد او په دې وريځو کښې يو سر وه خبرې ئې کولې داسې وويل اے ابراهيمه زمانه چاپيره احاطه وکړه نو په همدې ځائې باندې ابراهيم عليه السلام بنيادونه جوړ کړه ديوالونه ئې دابراهيم عليه السلام په ګز اووۀ ګزه اوچت وؤ او يوه دروازه ئې ورته ايښې وه چت پرې نۀ ؤ. دکوټې دجوړيدو نه وروسته ابراهيم عليه السلام جبل ابى قبيس ته وختو او داسې اواز ئې وکړو اے خلقو بيشکه ستاسو رب يوه کوټه جوړه کړه او په تاسو باندې ئې ددې کوټې حج واجب کړے پس اجابت وکړئ درب خپل او خپل مخ ئې په دې وخت شمال، جنوب، شرق او غرب طرف ته وګرځوه نو اجابت وکړو ددې دعوت هر هغه کس چې دۀ دپاره حج ليکلے شويدے هغه کۀ دپلار په ملا يا دمور په رحم کښې وه او داسې وويل (لبيک اللهم لبيک) وائى کله چې ابراهيم عليه السلام اواز کولو نو غرونو خپل سرونه ټيټ او کلى او بانډې را اوچت شوې نو ټولو ته الله پاک اواز ورسولو تر دې وروسته ابراهيم ر الله پاک ته يو څه سوالونه پيش کړه چې يو سوال دا ؤ چې دا مکه معظمه دامن ښار جوړ کړه او دا خو يو وادى ده غير زراعتى دوى ته دهر قسم ميوؤ نه روزى ورکړه الله پاک دادعاګانې قبولې کړې داسې امن ئې وکړو چې حرم کښې دخپل پلار قاتل ته هم څوک څه نۀ وائى ، حشرات، حيوانات او حتى ونې بوټې ګياګانې دحرم هم په امن کښې دى شوکول ئې حرام دى،

وائى چې ليوان او ګډان په حرم کښې يو ځائې ګرځى تجاوز نشته پيشوګان او مږه ګان په يو ځائې ګرځى، وائې چې ابو سفيان بن حرب او صفوان بن اميه بن خلف دمکې نه بهر وتلى وؤ ګورى چې يو ليوه هوسۍ دمخه کړې وه نژدې وه چې وې نيسى خو هغه په ډير تيزۍ دحرم کرښې ته داخل شو ليوه په هغه ځائې ودريد ابوسفيان وويل داسې قوم نشته چې الله پاک په داسې افضله زمکه کښې ورته سکونت ورکړيدے لکه چې مونږ ته الله پاک راکړيدے ايا تا ونۀ ليدل اے صفوانه چې ليوه څه وکړل ايا دا دتعجب کار نۀ دے نو په داسې اندازه الله پاک دا ښار دامن ښار ګرځولے دے

رزق روزى خو مونږ اوس وينو چې دهر موسم ميوې په هر وخت په اوړى ژمى کښې په دې ښار کښې موجود دى په لکونو حاجيان چې راځى نو دخوراک کمى نۀ ده محسوس شوے خو په هغه وخت کښې الله پاک جبريل ته حکم وکړو چې دشام نه يوه ښائسته دميوؤ اوبو فصلونو ډکه منطقه را اوچت کړه او دحرم مکې په خواکښې چرته کيده نو جبريل عليه السلام دفلسطين ديوې علاقې نه يو ځائې چې (حوران) نوميده را اوچت کړو دخانې کعبې نه ئې اوۀ ځل طواف ورکړو او بيا ئې په دغه ځآئې کيښود چې اوس طائف نوميږى او طائف ورته ځکه وائى چې دخانې کعبې طواف فضيلت ورته حاصل دے

(آيات بينات) ښکاره آثار چې يو لۀ هغوى نه مقام ابراهيم دے مقام ابراهيم عبارت دے دهغه کاڼى نه چې دخانه کعبې دجوړلو په وخت ابراهيم ر په هغه باندې ودريدو چې په کاڼى کښې دابراهيم عليه السلام قدم نقش شوې وه په يو روايت کښې راځى چې ديوال اوچت شونو ابراهيم عليه السلام په دې کاڼى ولاړ ؤ اسماعيل عليه السلام به ورته کاڼى ورکول نو دا کاڼے به ابراهيم عليه السلام سره اوچت شو کله چې به کاڼے ولګولو بيا به راټيټ شو دا کاڼے چې مقام ابراهيم ورته وائى دخانه کعبې ديوال سره جوخت ؤ بيا حضرت عمر رض دديوال نه لږ لرې ځائې ورته جوړ کړو او هلته ئې کيښود لکه چې اوس په همدې ځائې دے او حاجيان دطواف دختميدو نه وروسته دوه رکعته مونځ دغلته کوى، نو آثار لکه زمزم صفا مروا او منى مزدله عرفات جمرات چې دا هر يو ځانته ځانته فلسفې لرى

الله پاک ابراهيم ته ووئيل چې خلقو ته اواز وکړه پياده او سوارۀ به دلرې لارو نه راځى الحمد لله دزمکې دمشارق او مغاربو نه مسلمانان دحج دپاره راځى اوس اسباب او وسائل هم پيدا شو، خو دتيرې زمانې يوه قيصه تفسير مدارک شريف ذکر کړيدے

محمد بن ياسين وائى چې ماته يو شيخ په طواف کښې ووئيل تۀ دکوم ځائې ئې ماورته ووئيل دخراسان، هغه ووئيل ستاسو او دبيت الله شريف ترمنځ څومره فاصله ده ما وويل دوه مياشتې او درې ورځې دۀ راته ووئيل تاسو خو بيخى دبيت الله شريف ګاونډيان يئ ماورته وويل تۀ دکوم ځائې نه راغلے ئې ؟ وائى زۀ د فاصلې دپينځو کلونو نه راغلے يم، زۀ چې پينځه کاله دمخه روانيدم لا ځوان وم او اوس زوړ يم ما وويل والله دغه ښائسته طاعت دے او دغه ريښتينے محبت

اللهم ارزقنا زيارت بيتک کراة بعد مرات امين يا رب العالمين

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com