Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5
دنكاح حكم دادى چې سړي ته له ميرمنې او ميرمنې ته له سړي څخه تر شرعي چوكاټ لاندې دهرډول غريضه اړتياوو دپوره كولو اجازه وركول كيږي .او په سړي باندې دښځې نفقه ,لباس ,اووَلوَرواجبيږي ,اوميرمنه دخاوند له اجازې پرته دباندې تللو حق نلري ,همداراز حرمت مصاهرت (چې تفصیل يې دمحرماتوپه بیان کې راځي) اودميراث وړلو حقونه دواړو غاړو ته ور په برخه كيږي . همداراز په خاوند باندې له يوې نه دډيرو ښځو په مهال دهغوی تر منځ برابري كول په شپه تيرولو ,لباس او خوراك كې واجبيږي ,همداراز په ميرمنه باندې دخاوند دوربللو په مهال دخاوند خواته ورتلل واجبيږي او دخاوند او ښځې تر منځ په ښه ډول ګزاره كول اړين بلل كيږي , او خاوند ته دهمدې ميرمنې له خور سره نكاح كول دنوموړې ميرمنې تر ژونده پورې حراميږي .
لومړی جلد تفسیر
دوهم جلد تفسیر
ترجمه قرانکریم
تفسیر نوربه دری
Pashto dictionary