Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928992
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې

له حديثو څخه څرګنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوېپه لاندېډول دي :

رعب او نصرت :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندې
دنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مګر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنګ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جګړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل .

دسجدې عام ځای :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانګړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانګړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي .

دپيروانو ډيرښت :
ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دګوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې .

عامه بلنه :
پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه .

جوامع الكل
ام :
پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دىچېد دين او دنيا ټول ګوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي .

ددين پوره والى :
الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو .

دنبوت پای ته رسيدل :
درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتګ له انتظار څخه خلاص شول .

تلپاتې معجزه :
دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډګر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډګر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى .

دشفاعت كولو مقام محمود :
په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام , حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده .
 
 
 
 
 
 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com