Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921501
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

روژه
  
دروژى حـكـمـونـه
 
روژه دوه قسمه ده فرض روژه اونفل روژه، فرض روژه بيا دوه قسمه ده چهيوه ئې په زمان پورى تعلق لرى لكه دروژى دميا شتى روژه يادنذرمعين روژه يعنى چه څوكنيت وكړى چه پرما سباروژه نذرده، دغه روژه په شپه كښى په نيت كولوسره رواده يعنى چهدشپى نيت وكړى چه سبامى فرضى يانذرى روژه ده، كه چادشپى نيت نه ووكړى اوسهارشونوپهمابين كښى دسهاراودلمر دزيوال دى نيت وكړى، دوهم قسم فرضى روژه لكه دروژى دمياشتىقضائى، دنذرمطلق روژه، دكفارى روژه (چه چاقسم كړيوى) دقتل، خطا، اودكفارۀ ظهارروژىچه تفصيل به ئې دنكاح په بيان كښى راشى، د دغه ذكرشوو روژودپاره كوم معين وخت نشتههروخت چه ئې نيسى خونيت ئې ضروردى ځكه چه د روژى نيول تعين دوخت غواړى يادخداى(ج)لهلورى لكه دروژى دمياشتى روژى يادبنده له لورى لكه دنذرمعين روژى، څرنګه چه په ذكرشوو روژوكښى تعين دوخت نشته نوله بنده له لورى دشپى د روژى نيت كول ضروردى چه تعيندوخت وشى، دنفلى روژونيت دلمردزوال ترمخه روادى، دروژى دميا شتى دپاره دى خلګ دبراتدمياشتى په نه ويشتمه ورځ (چه شپه ئې ديرشمه كيږى) دمياشتى دليدلوپه لټه كښى شى كهئې مياشت وليدل نوسبا دى روژه ونيسى، كه مياشت پټه شوه چانه وليدل دبرات د مياشتىديرش ورځى دى پوره كړى بل سبادى روژه ونيسى دشك روژه دى نه نيسى،كه د روژى مياشتښكاره شوه اوډيروخلګو وليدل نوشاهدت اودقاضى حكم ته ضرورت نشته، كه يوه ياڅوكسانووليدل نودقاضى په مخ كښى شاهدى اودقاضى حكم ته ضرورت شته، كه چادروژى مياشتوليدل اوقاضى ئې شاهدت قبول نكړ هغه كه نارينه وى اوكه ښځه كه آزادوى كه مريى وىروژه به نيسى كه څه هم دهغه شاهدى قاضى نه وى قبوله كړى له بخارى شريف څخه روايت دىچه نبى كريم (ص) ديوه سړى شاهدت قبول كړيدى، كه په آسمان كښى اوريځ ياګرداوغبارنهوو نوترڅوچه ډيروخلګومياشت نه وى ليدلى قاضى دى ديوه يا دوو كسانو شاهدى نه قبلوىولى چه د ډيرو خلګوپه خبرتياسره علم اويقين پيداكيږى، دروژى وخت دسهارلهدوهموسپيدووروسته بيادماښام دلمرترلويدوپورى دى، روژه په ورځ كښى له خوړلو چښلو،دنارينه اوښځى له يوځايوالى څخه دځان ساتنه ده چه د عادت اوعبادت توپيروشى، روژهنيول دزړه قصد(نيت) غواړى كه روژاتى په هيره سره څه وخوړل يائې څه وچښل يانارينه لهخپلى ښځى سره ياښځى له خپل خاوند سره يوځايوالى وكړ روژه ئې نه ماتيږى، امام ملك (رح) وايى چه روژه ئې ماته ده بيابه ئې قضاء راوړى موږ وايوچه په مشكوة شريف كښىليكل شويدى چه يوه سړى په هيره سره روژه خوړلى وه و رسول اكرم (ص) ته راغى او دخوړلشوى روژى په باب ئې پوښتنه وكړه رسول الله (ص) داسى ورته وويل ﴿تم على صو مكفانمااطعمك الله وسقاق﴾ يعنى تاته خداى (ج) ډوډۍ اواوبه دركړى خپله روژه تر روژهمات پورى وساته، كه روژاتى ويده شواوشيطان بازى وركړه يانارينه وښځى ته وكتل ياښځىونارينه ته وكتل انزال شوه يائې سرغوړكړ يائې ږيره غوړه كړه يائې وينى وكښى يائېسترګى تورى كړى يائې مچه واخستل پدغه ټولواعمالوسره روژه نه ماتيږى، روژاتى نارينهيا ښځه چه په شهوت سره څوك مچ كړى يائې مسح كړى اوانزال شى نودهغه روژى قضاءورباندى شته مګركفاره ورباندى نشته ځكه چه انزال بيله جماع څخه پيداشو كه روژاتى پهځان اطمنان درلودى چه په مچه اخستلونه زناراڅخه كيږى اونه انزال راڅخه كيږى نوباكنشته، كه ئې په ځان اطمنان نه درلودى نومچه اخستل مكروه ده، كه روژاتى بى اختيارهقئ وواهه كه په ډكه خوله وى اوكه په تشه خوله وى روژه ئې نه ماتيږى، كه روژاتى پهقصدسره په ډكه خوله قئ وواهه نودهغه روژى قضاء شته اوكفاره ورباندى نشته، كه روژاتىله خولى له لارى يوشى ونس ته تيركړلكه شګه، دفلزټوټه، دخرمامندكه، ډوډۍ، اوبه،دارو، خاورى اوداسى نور روژه ئې ماته شوه قضاء ورباندى شته اوكفاره ورباندى نشته،كه روژاتى په قصد سره دشا دلورى يادمخ له لورى جماع وكړه يائې دغذايى موادوخورك ياچښنګ وكړيائې دارو او دوا وخوړل نوهم دروژى قضاء ورباندى شته اوهم به كفاره وركوى،دروژى كفاره دظهاردكفارى پشان ده (كه ئې مريى درلودى هغه به آزادوى يابه دوى مياشتىهره ورځ يوپه بل پسى روژه نيسى يابه شپيته (٦٠) مسكينان غرمه اوماښام په ميانځګړىخورك مړوى)، كه روژاتى بيله دښځى د فرج، يابيله دانسان ياحيوان له كونى اوبيلهدنارينه دآلت نه جماع وكړه اوانزال شو يعنى په مچه اخستلوياپه ورونوكښى د آلتايښودلو ياپلاس كښى انزال ياپه ځګرلاس وهلو ياداسى نور ياښځه دګوتى په ذريعه انزالشوه نو د روژى قضاء ورباندى شته اوكفاره ورباندى نشته، كه بيله دروژى د مياشتى فرضىروژو څخه نورى روژى فاسدى شى كفاره ورباندى نشته، امام اعظم ابوحنيفه (رح) اواماممحمد(رح) وايى كه روژاتى دستور(ايماله) وكړه يائې په پوزه كښى دارو واچول يائېداروپه غوږ ياپه پوزه كښى څاڅكى كړه يائې په زخم (ټپ)كښى لنده دوا واچول اوهغه ټپنس يادماغ ته سورى وو اودغه دوانس يادماغ ته ورسيدل نو روژه ئې ماته شوه، همدارنګهكه نارينه روژاتى د زكر په سورى او ښځى په فرج كښى لنده دوا(دارو) واچول روژه ئې نهپه ماتيږى مګرامام ابويوسف (رح) وائې كه په زكريافرج كښى لانده دارو واچوى روژه ئېماته شوه، كه روژاتى په خوله ياپه ژبه ديوه شى خوندوڅكۍ روژه ئې نه ماتيږى مګرمكروهده، كه روژاتى ښځى دخپل ماشوم دپاره غذايى مواد وژوول نوروژه ئې مكروه شول كه ښځهناچاره وه روژه ئې صحيح ده، دژاولوپه ژوولو روژه نه ماتيږى ولى عمل دژولومكروه دى (داحكم دسپينو ژاولودى چه اجزائې نه سره جداكيږى مګرتورى ژاولى چه مخكى نه وى ژولشوى دهغه اجزاسره جداكيږى اونس ته رسيږى نوروژه هم په ماتيږى، همداراز دنن زمانژاولى چه اجزائې ډيرژر ونس ته رسيږى روژه په ماتيږى) . روژاتى كه په روژه كښىناروغه شو او ويريدى چه نوردروژى نيول به ناروغى ورزياده كړى روژه دى وخورى كله چهجوړشى قضاء دى راوړى، كه مسافرته په روژه كښى دروژى نيول ضرر ونه رسوى د روژى نيولښه كاردى اوكه ئې روژى وخوړلى خوړل ئې روادى خوبيابه ئې قضاء راوړى، كه ناروغيامسافرروژى وخوړلى په همدغه ناروغى ياسفركښى مړ شو قضاء نه پرلازميږى يعنى فديهورباندى نشته، كه ناروغه روژه خورله ناروغى نه جوړشو يا روژه خورمسافرله سفرنه مقيمشوبيامړشونوپه تعداددجوړتيا د ورځو ياپه تعدادداقامت دورځو د روژو قضاء ورباندىشته، دوستان به ئې دهغوورځودقضائي روژو په بدل كښى فديه وركوى، قضائي روژى كه څوكجداجدانيسى اوكه ئې يوپه بل پسى نيسى صحت لرى ځكه چه الله (ج) دقرآن كريم دالبقرهدسورت په (١٨۴) آيت مبارك كښى فرمايلى دى ﴿ومن كان منكم مريضا او على سفرفعدة منايام اخر﴾ يعنى ستاسوڅه هغه څوك چه په روژه كښى ناروغه ياپه سفر كښى وى دخوړلوروژوقضاء دى په نورو ورځوكښى راوړى، ليكن يوپه بل پسى نيول ئې مستحب دى، كه روژه خور دروژو قضاء وځنډول اوبله دروژى مياشت داخله شوه اول دى دنوى مياشتى روژى ونيسى ورپسىدى قضائې روژى ونيسى فديه ورباندى نشته، كه اميدواره ياماشوم ته شيدى وركونكى ښځهويريدله كه روژه ونيسى ماشوم ته به ئې ضررورسيږى د روژوخوړل ورته روادى خوبيادقضاءراوړل ورباندى شته اوفديه ورباندى نشته شيخ فانى چه د روژى پرنيولو قدرت نلرى دروژوخوړل ورته روادى خوفديه به وركوى (نيمه كاسه غنم يادوه كيلوغنم يايوه كاسهاوربشى ياجوارياخرما)، دشيخ فانى دپاره بعضى فقهاء پنځوس (۵٠) اوبعضى فقهاءاويا(٧٠) كلونه تعين كړيدى ليكن په ظاهرروايت سره دكلونوتعين نشته ځكه چهدانسانانوصحى خاصيتونه فرق لرى . كه څوك دخداى پاك د روژو پوروړى وو او د وصيتكولونه وروسته مړشودوستان به دمړى دغاړى دخلاصون دپاره دقضائي روژو فديه وركوى (دهرى روژى دپاره نيمه كاسه غنم يايوه كاسه جوار يااوربشى ياخرما)، كه مړى وصيت نهووكړى اودوست ئې د روژوپه خوړلوخبروو يائې وصيت كړی وو خوشتمنى ئې پاته نه وه نوپهدواړو حالوكښى دى دوست دمړى په اول صورت كښى د مړى د شتمنۍ نه ياپه دوهم صورت كښىله خپلى شمتنۍ نه فديه وركړى اميدشته چه خداى (ج) د مړى غاړى د روژونه خلاصى كړى،كه چانفلى روژه نيولى وه يائې نفلى لمونځ كاوه اووروسته ئې هغه روژه ماته كړه يائې لمونځ فاسدكړنو د دواړوقضاء به راوړى ځكه چه دنفل عبادت نيت وتړل شى پوره كول ئېفرض دى، د روژى ماتول چه د روژه تى په اراده نه وى بلكه په طبعى توګه وى لكه دښځىدحيض شروع قضاء ئې شته مګرګناه ورباندى نشته، كه د روژى ماتول د روژه تى په ارادهسره وه لكه ميلمستيا نوهم قضاورباندى شته اوهم ګناه، په جوهره، ذخيره اوعنايه كښىليكلى دى چه ميلمستيا دزوال نه مخ كښى عذردى اووروسته له زوال نه عذرنه دى، نوكهروژاتى دعذرپه صورت كښى روژه ماته كړه قضاء ورباندى شته اوګناه ئې نشته، كه ئې بيلهعذره روژه ماته كړه هم قضاء ورباندى شته اوهم ګناه لاكن كفاره ورباندى نشته، كه دروژى په مياشت كښى كوم نابالغه مسلمان بلوغ ته ورسيدى ياكوم كافرمسلمان شو دهغىورځى پاته برخه دى ترماښام پورى روژه ونيسى او ورپسى دى دروژى نورى ورځى روژى ونيسىخو د تيرو ورځوقضاء ورباندى نشته ځكه چه په هغو ورځوكښى دوى په روژه نيولو مكلف نهوه . كه روژاتى په روژه كښى بيهوښه شواوبيهوښى ئې څوورځوته ورسيدل دلومړى ورځى دروژى قضاء ورباندى نشته ځكه چه د روژى نيت اوامساك ئې كړى وو اود وروستو ورځو دروژوقضاء ورباندى شته ځكه چه په بيهوښى كښى د روژى نيت نشى كيدلى . كه ليونى د روژىپه مياشت كښى پرسد شو دپاتى ورځوروژى به نيسى اودتيرو شوو ورځو د روژو قضاء بهراوړى، كه په روژه كښى ښځه حايضه شوه يالنګه شوه كه څه هم مازديګر وى روژه ئې ماتهشوه دهغى ورځى روژه دى وخورى كله چه دحيض يالنګون نه پاكه شى قضاء دى راوړى، كه پهروژه كښى مسافركورته راورسيدى ياحايضه ښځه له حيض نه پاكه شوه له هغه وخت نه دىروژه ونيسى ترماښام پورى، كه روژاتى په خطاسره له سپيدو وروسته پيشلمى وكړ يعنىدهغه په فكرچه سپيدى ندى چاودلى يائې د لمرلويدونه مخكى روژه ماته كړه يعنى دهغه پهفكرچه لمرلويدلى دى وروسته ورته معلومه شوه چه زمادپيشلمى پروخت سپيدى چاودلى وىيازما د روژه مات پر وخت لمرنه وو لويدلى دهغى روژى قضاء ورباندى شته اوكفارهورباندى نشته ځكه چه دغه روژه په قصد نده خوړل شوى بلكه يوه سهوه وه پس سهوه عفوهده، كه چادكمكى اخترمياشت وليدل هغه دى داحتياط په خاطرسبااخترنه كوى دحاكم ياقاضىحكم ته دى غوږ شى، كه په هواكښى ګرديااوريځ وه نوحاكم ياقاضى دى دكمكى اختردمياشتىدليدلوپه هكله ديوه نفرشاهدى نه قبلوى بلكه د دوو(٢) نارينوياديوه نارينه او دووښځوشاهدى دى قبوله كړى، همدارنګه كه هواصافه وه ګرد يا اوريځ نه وه نوامام دىديوى ډلى شاهدى قبوله كړى ځكه چه دډلى پرشهادت باندى يقين پيداكيږى .

  د موضوع د تکمیلولو لپاره د لته کلیک کړی

 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com