Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924299
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

 

 

د اوداسه ترتيب

١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي .
٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غرغره به وکړي.
٤ ) په ښي لاس به درې کرته  پوزی ته اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي .
٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
٧ ) بيا به دواړه لاسونه پریمنځی ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
٨ ) د لاسونو ګوتې به حلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څخه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سر به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د ښنګرو سره درې کرته پرېمنځي .

 

 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com