Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926072
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

په سویدن کی د افغانانو د اسلامی ټولنی فعالیتونه.

 

د افغانانو اسلامی ټولنه په سویدن کی د خپل اهداف نامی د مواداتو د تطبیق او عملی کولو سربیره لاندینی فعالیتونه هم لری. 

اول

 

په سویدن کی د ټولو میښتو افغانانو او نورو مسلمانانو ورونو او خویندوته د امکاناتو او د یو مناسب ځای د پیدا کیدو په صورت کښی په حقیقی او عملی توګه د زړه له خلاصه یو ریښتنی جامع جومات(مسجد)د افغانانو د اسلامی ټولنی تر رهبری لاندی جوړول چه پرته له هر نوع تعبیض،امتیاز،سلطه او قبضی (نژادی،قومی،ژبنی،مذهبی،منطقوی،کوم سیاسی ګوند څخه وی پخپل پلان کښی لری او اماده کوي يي. او د دی سربیره د افغانانو اسلامی ټولنه په سویدن کښی ټولو ګرانو هیوادوالو ته د درناوی سره سره هغوی د جومات د فعالو او سهیمو غړو په ټوګه قبلوی.  

 

دوهم 

په جومات کښی د ورځنی پنځه وخته لمونځونو سربیره د (جمعی مبارکی ورځی لمونځ،د عیدینو شریفینو لمنځونه،د جنازی لمونځ او د تدفین پروګرام،د فاتحو اخیستل،ختمونه نیول،د مولود شریف او د محرم<عاشورای> د ورځو لمانځل،د روژی د مبارکی میاشتی تراویح او ختمونه،اعتکاف او په جومات کښی د ليلةالقدر د شپو خاص عبادتی پروګرام نیول،او داسی نور اسلامی رسومات اجرا کیږی. 

 دریم

 

د افغانانو اسلامی ټولنه په سویدن کښی د ګرانو هیوادوالو او ټولو مسلمانانو ورونو او خویندو ته د ښه خدمت د جوګه کیدو پخاطر د مشرانو او کوچنیانو(نارینه او ښځینه) ته اسلامی درسونه(د قران عظیم الشان،احادیث،فقه او عقایدو)، د کوچنیانو لپاره(لمونځ ښودل،قران الکریم لوستل او حفظ)، د خویندو لپاره د ښځو حقوق په اجتماع کښی د اسلام له لیاری ښودل،د نکاح،طلاق،د مړی تدفین او د اسلام پنځه بناوی په تفصیل سره تشریح کول. او په عملی توګه ښودل کیږی. 

  څلورم

 

د افغانانو اسلامی ټولنه په سوېدن کښی د اسلامی ورځو تجلیل،د ملی او تاریخی ورځو لمانځل،د مکتب درسونه،پښتو ژبه،دری،عربی،سوېدی،انګلیسی،افغانی کلتور او فرهنګ ښودل،افغانان د سویدی قانون او جامعه سره ا شنا کول،اسلامی کتابتون په جنسی او انترنیتی ساید کښی درلودل او با الخصوص هر نوع اسلامی رسوماتو او اسلامی سوالونو ته رسیدل او جواب ورکول خپله یوه ایمانی،وجدانی او اسلامی وظیفه او وجیبه بولی او هر وخت د زړه له کومی دا سی خدمتونو ته امادګی او چمتووالی لری.

 

پنځم 

د افغانانو اسلامی ټولنه په سویدن کښی د ډیرو اسلامی،اجتماعی او عام المنفعه خدمتونو او فعالیتونو خوا سره د ځوانانو لپاره هر قسمه سپورتی پروګرامونه،د ښځینو لپاره لاسی او مسلکی کورسونه،د زړو،بی وزلو او بندیانو سره مرسته کول،نوی مهاجرو ته په سویدی جامعه کښی رهنمائ کول،افغانانو ورونو او خویندو ته د وحدت،اتحاد،اتفاق،د خبرو اترو مصلحتی او مشورتی محافلو ته شرایط برابرول،ترتیب او تنظیم کول د اسلامی ټولنی د فعالیتونو په لومړی توب کښی شامل دی. 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com