Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:927471
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

حضرت ام حبيبه رض

ددې بي بي نوم رمله او كنيت يې ام حبيبه وو ,دابو سفيان لوروه ,تر بعثت 17 كاله وړاندي زيږيدلې وه ,ام حبيبه رضي الله عنها لومړى عبدالله بن جحش ته واده شوې وه ,دواړه مسلمانان او حبشې ته مهاجر شول ,عبدالله هلته عيسايي شو خو داپه اسلام پاتې شوه ,ددين داختلاف له امله عبدالله ام حبيبي ته طلاق وركړ. دهجرت په اووم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم يو تن (عمر بن اميه) نجاشي ته واستاوه ,څو ام حبيبې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورورسوي ,نجاشي خپله مينځه ابرهه ور واستوله ,حضرت ام حبيبې رضي الله عنها داپيغام قبول كړ ,او ددې خبردزيري دوركولو په ډول يې ابرهه ته دسپينو زرو دوه بنګړي او دوه ګوتمنۍ(انګشتري) وركړې . نجاشي دحضرت جعفررضي الله عنه اونورو مسلمانانو په ګډون دا نكاح وتړله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري يې ورته څلور سوه ديناره مهر وټاكه او دوليمې ډوډۍ هم نجاشي وركړه . ام حبيبې رضي الله عنها دمهر له روپو څخه پنځوس ديناره ابرهه ته وركړل خو هغې بنګړي او داپيسې بيرته وركړې او ورته ويي ويل چې :زه پاچا له دې شيانو منع كړي يم . په دوهمه ورځ نجاشي ورته عود,زعفران اونور شيان واخيستل او ور وايې استول ,خو كله چې له شرحبيل بن حسنه سره مدينې منورې ته راغله نو هغه هرڅه يې له ځانه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړل . ام حبيبه رضي الله عنها دهجرت په 44 كال په مدينه منوره كي وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون .

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com