Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135
څلورمه نظریه:
د دې باب د تصویر ټول اړخونه په تیرو پاڼو کې په تفصیل سره وڅیړل شول، نتیجه دا شوه چی په مجموعی توګه د پښتنو د اصل او نسل په باب دوی متضادې نظریې وجود لرې یعنی دا چی ځینې عالمان دوی نسلا سامیان ګڼې او ځینې نور یې د آریایې قبیلو یوه څانګه بولی،بیا په دې دواړو نظریو باندې ډیرو لوړو مقامو عالمانو تحقیق او څیړنی کړی دی چی د ټولو ذکر کټ مټ په دې لنډیز کې نه راوړل کیږی، خو که چیرې قدرمن لوستونکی په خاصه توګه (څیړونکی،څیړنیار،څیړنوال،څیرغل،څیړندوی او څیړنپال) زیاتو سپیړلو ته ضرورت احساسوی لطفا دی د سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل د (پښتانه د تاریخ په رڼا کې) د کتاب د پښتنو د نسل د څیړنې باب ته مراجعه وکړی. دلته هم د اجمال په توګه له نوموړی اثر څخه دغه لنډیز رانقل شوی دی.
په ډیرو وړاندو او وروسته زمانو کې چې د ارغنداب په کڅی (دره) کې د سپین غره چارچپیره په وادی کرم ، وادی ګومل، وادی کابل،ګندهارا،وادی کنړ،وادی تالاش او وادی سوات بیا د اباسین تر قبلیئز غاړې پورې چې کوم خلک میشته شوې وه هغه د نسل په لحاظ سره آرین وو. دا خلک په مختلفو قبیلو ویشل شوی وه چې د ریګ ویدا په شهادت دا پنځه قبیلې وې (پکتها،سیوا،ولیشانن،بهالانا،الینا) په دې پنځو قبیلو کې مهمه قبیله د قبیلې په مناسبت په (پکهتو) یا (پښتو) سره مشهوره او د دوی د هستوګنی توله علاقه به (پکتیکا).(پښتیخا) او (پښتونخوا) یاده شوه چې وروسته یونانی مورخینو دا خلک د خپلو لهجو مطابق د (پکتویس،پکتوان،پکتین،پرستایې) او نورو نومونو سره یاد کړی دی، چی اوس د دې ټولو لفظونو څخه مراد یو او هغه (پشتون،پښتون،پختون) دی. دا ټولی قبیلې پخپلو منځونو کې په مختلفو څانګو ویشل شوی لکه چی د پکتها یا پکتویس په قبیله کې مهمې څانګې د آریایی اوستاګیدی په نومونو سره معروفې دې، زما قیاس دا دی چې دا هغه خلک وو چې په وروستو زمانو کې د پښتنو شجره نویسوو لخوا د وصلی افاغنه او کرلاړی قبایلو په نوم مشهور شوی دی د کرلاڼ یا کرلاړی په خیل کېې د ښاغلی کیرو د لیکنې له مخې(افریدی(اپریدی)،توری،بنګښ،بنوڅی،مروت،مسعود او وزیر) قبایل شامل دی.
دا ټول قبایل سیوا له یوې برخې څخه چې هغه هم په خټکو پورې اړه لری اوس هم د ګندهارا څخه د جنوب لوری په علاقو کې پراته دې. د کر لاړی قبایلو په باب چې شجره نویسو کومه افسانه لیکلی ده هغه د دې خبرې ښکارندویه ده چې دا خلک یعنی کرلاړی قبایل د وادی ګندهارا د اوسنیو هستوګنو (خاښی خیل او غوریه خیلو (غوریا خیل)) څخه بیل خلک دی.
په کرلاړی قبایلو کې د شجرو مطابق یوه مهمه قبیله د دلازاک ( دلزاک،دله زاک) قبیله ده چی د بابر په زمانه کی د هغه په شهادت په وادی ګندهارا کی اوسیدل اود ډیر اهمیت خاوندان وو. د شجره نویسو خپل روایات هم وایې چی د(خاښی خیل او غوریه خیل) وادی ګندهارا ته د مهاجرینو په ډول راغلی او د دله زاکو په اجازت د دوې پر ځمکو باندی میښته شوی دی. له دې لیکنی څخه داسی معلومیږی چه دله زاک هم له کرلاړی قبایلو څخه بیل خلک وو.
د پښتنو په موجوده قبایلو کی ځینی قبیلی اوس هم شته چی د هغوی نومونه په کم تغییر سره په ریګ ویدا کی موجود دی لکه.((پنی(پڼی)،پریت،بریڅ)) او داسی نور.
دا ټول قبایل د آراکوزیا په سیمه کی پراته وو. آراکوزیا د هغی خطی نوم دی چی اوسنی قندهار او غزنی او هغوی ته څیرمی سیمی د کوټی(کویټی)د ټولو اړوندو سیمو په ګډون پکی شاملی دی،کویټه هم د قندهار یوه برخه او پورتنی ذکر شوی قبایل اوس هم پر همدغه خط کی پراته دی, او د دوی موجودیت د دی قول تصدیق کوی چی دا خلک د پخوانیو آریایی قبایلو بازمانده ګان او وارسان دی.
د پورتنیو څیړنو په رڼا کی د پښتنو د معلومو تاریخونو څخه دا ثابتیږی چی پښتون اولس په بنیادی او محوری ډول سره آرین النسل دی.
د خورشید جهان مصنف د افغان یا پښتون په باب لیکلی دی چی کوم وخت چی عربو د افغان طایفی په ملاتړ سیستان،بلوچستان،سند او ملتان فتح کړل، د دی طایفی پر همت او میړانه یی تحسین ووایه او دا چی د اتو کالو په اوږدو کی یی د عربو ملاتړ وکړه،نو دوی (پښتانه) د دی سیمو د فارسی ژبو خلکو لخوا د (پشتوانی)په نامه ونومول شول،افغانانو هم د پشتوانی (ملاتړیو) په نوم چی د اسلام د لښکرو د ملاتړیو په مفهوم استعمالیده فخر کاوه او ځانونو ته به یی د پښتوان یعنی (ملاتړی) خطاب کاوه، څو پدی نامه مشهور شول.
د وخت په تیریدو سره د علت توری یعنی (الف) حذف شو او د پشتوان په ( پشتون-پښتون) بدل شو او دا پنځمه تسمیه وه چی تر اسرائیلیت وروسته افغان (پښتون) ته منسوبیږی، په دی توګه چی لومړی بنی اسرائیل وو بیا افغان او ورپسی سلیمانی شول او آنحضرت رسول الله صلی الله علیه و سلم په زمانه کی د بطان په لقب مفتخر شول او روسته د بنی امیه د سلطنت په زمانه کی په پښتون ونومول شول چی اوس یی فارسیان (افغان) او عربیان (سلیمانی) او هندیان (پټهان) بولی او په افغانستان کی دی میړنی قوم ته (پښتون) وایی چی هزاره ګان او نور دری ژبی افغانان یی ( آوغو او اوغان،اوغانان) هم یادوی.
کله چی پښتنو د عربی فتوحاتو ملاتړ د اسلام د خپرولو په غرض وکړ او د اتو کالو بی دریغه سرښندنو په ترڅ کی د میړانی توری وبریښولی سرښندنی او قربانی یی ورکړی, ټولوعربو او عجمو د دوی همت او میړانی ته ګوتی په غاښ ونیولی له دی کبله یی د تاریخ د تحقیق او څیړنی د پوهانو او نورو لیکوالو روح او ضمیرونه هم محصور کړل او دوی یی دی ته و هڅول چی په ریالیستیکی توګه د تاریخ پاڼی د دوی ( پښتنو) په وصف رنګینی کړی.
|